هرات کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې

16 جدی 1403 ساعت 5:53

د هرات ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.


د هرات ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې سرچینه وايي، هرات ته له ترکمنستانه وارده شوې برېښنا پرون شنبه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت د کشک رباط‌سنګي ولسوالۍ د بغرچر بند په سیمه کې پرې شوې ده.

د برېښنا د پرې کېدو لامل د مزو کنګل کېدل بلل شوي دي.

په یاد ولایت ځایي مسوولینو ویلي، چې په سیمه کې د برېښنا د پرې کېدو ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.

څه موده وړاندې هم د هرات برېښنا پرې شوې وه.

بلخوا د هرات اوسېدونکي د ژمي په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ سخت اندېښمن کړي او له مسوولو چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه تأمینوي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179125

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179125/

جمهور
  https://www.jomhornews.com