د هرات ولایت ځايي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې له ترکمنستانه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې سرچینه وايي، هرات ته له ترکمنستانه وارده شوې برېښنا پرون شنبه شاوخوا ۹:۳۰ بجې د دغه ولایت د کشک رباطسنګي ولسوالۍ د بغرچر بند په سیمه کې پرې شوې ده.
د برېښنا د پرې کېدو لامل د مزو کنګل کېدل بلل شوي دي.
په یاد ولایت ځایي مسوولینو ویلي، چې په سیمه کې د برېښنا د پرې کېدو ستونزې د حل په موخه هڅې روانې دي.
څه موده وړاندې هم د هرات برېښنا پرې شوې وه.
بلخوا د هرات اوسېدونکي د ژمي په موسم کې د برېښنا پرچاوۍ سخت اندېښمن کړي او له مسوولو چارواکو د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا له ایران، ازبکستان او ترکمنستان څخه تأمینوي.
جمهورخبري آژآنس