طالبان: بامیان ولایت کې مو ۳۱ ښوونځي بیا ورغول

12 جدی 1403 ساعت 20:31

د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په بامیان ولایت کې ۳۱ ښوونځي بیارغولي دي.


د طالبانو ډلې د پوهنې وزارت اعلان کړی چې دغې ډلې په بامیان ولایت کې ۳۱ ښوونځي بیارغولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد د پوهنې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د مرغومی ۱۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په بامیانو ولایت کې د څه باندې څه باندې۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۱ ښوونځیو بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

د باميانو ولايت د پوهنې رياست لپاره د طالبانو د ډلې مشر عنايت الله سحر وويل: د باميانو ولايت په مرکز او ولسواليو کې د پوهنې رياست او دارالعلوم حجاز او د ٢٩ بابه ښوونځيو د ترميم او اداري ترميم چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

نوموړي وويل، چې د يادو تحصيلي موسسو پر بيارغونه ټول ټال ٩ ميليونه ٦٨١ زره ٩٩٨ افغانۍ لګښت راغلى، چې د پوهنې وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي. د جمهور خبري آژانس

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com