د پنجشیر ولایت والي اعلان کړی چې دغې ډلې د ملا هبت الله اخندزاده په امر له پنجشیر څخه ۶۰۰ ځوانان په اردو او ۵۰۰ نور د پولیسو په لیکو کې ګمارلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پنجشیر ۱۰۶ تنه ځوان رضاکاران د طالبانو د پوځ په لیکو کې شامل او د پوځي زده کړو لپاره په کابل کې روزنیز مرکز ته استول شوي دي.
د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو د ډلې والي حافظ محمد اغا حکيم وويل چې د دغې ډلې د غير حاضر مشر د حکم له مخې، ٦٠٠ تنه ځوانان د اردو په ليکو کې او ٥٠٠ تنه نور د اردو په ليکو کې استخدام شوي دي.
پولیس د پوځي روزنې لپاره واستول شول. د طالبانو ډله ادعا کوي، چې په تېرو دوو کلونو کې تر ۲۰ زرو ډېرو ځوانانو ته د کانونو، دولتي ادارو، اردو او پولیسو په لیکو کې د کار زمینه برابره شوې ده.
جمهورخبري آژآنس