ځینو پاکستاني رسنیو له دغه هیواده د اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو له احتمالي ایستلو خبر ورکړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان د حکومت له لوري ناقانونه افغان کډوالو ته د ټاکل شوې مودې له پای ته رسېدو سره سم، ځینو پاکستاني رسنیو د هغو افغان کډوالو د اېستلو د احتمال خبر ورکړی چې د ای سي سي کارتونه لري.
د راپورونو لمخې، یو شمېر افغان کډوال د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
په همدې حال کې په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر بیا پيلېدو ته اندېښمن دي د خپلو ستونزو د حلېدو غوښتنه کوي.
پاکستان کې مېشت افغان کډوال، احسان احمدزی وايي: دلته په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر چې دی، هغه فعاله دی نو دوی ته پکار دا ده چې دغې موضوع ته یوه د حل لار پیدا کړي څو دوی له دغې ستونزې راووځي.
د کډوالو د حقونو یو فعال، نوید دانشیار هم وايي: "نړۍوالې ادارې، په ځانګړي توګه IOM او UNHCR، باید ځانګړي ګامونه پورته کړي، چې په کې د کوربه هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو ترمنځ د هر اړخیزو همکاريو پیاوړتیا شامله ده."
که څه هم تر اوسه پورې د پاکستان حکومت د افغان بې اسنادو کډوالو د اېستلو په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې د ۲۰۲۴ کال تر پای ته رسېدو وروسته به په اسلام آباد کې هغو افغانانو ته د اوسېدو اجازه ورنه کړي چې قانوني اسناد نه لري.
جمهورخبري آژانس