بلخ کې ۱۶ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې

12 جدی 1403 ساعت 9:54

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر څېړنو وروسته بلخ کې ۱۶ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.


د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر څېړنو وروسته بلخ کې ۱۶ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.

د جمهور آژانس د خبرله مخې یاد وزارت ویلي، دغه ځمکې د شهید بلخي ښارګوټي، دشت شور، هاشمي ښارګوټي او شولګرې ولسوالۍ سربېره د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې دولتي تثبت شوې دي.

په ورته مهال یاد وزارت ویلي، جوزجان ولایت کې یې هم د ۳۹ زره جریبه ځمکې اسناد څېړلي او د دغو ځمکو دوسیې د وروستۍ پرېکړي لپاره مرکزي کمېسیون ته استول شوې دي.

جمهورخبري اژانس
 


د مطلب کود: 179041

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179041/

جمهور
  https://www.jomhornews.com