د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر څېړنو وروسته بلخ کې ۱۶ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې یاد وزارت ویلي، دغه ځمکې د شهید بلخي ښارګوټي، دشت شور، هاشمي ښارګوټي او شولګرې ولسوالۍ سربېره د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې دولتي تثبت شوې دي.
په ورته مهال یاد وزارت ویلي، جوزجان ولایت کې یې هم د ۳۹ زره جریبه ځمکې اسناد څېړلي او د دغو ځمکو دوسیې د وروستۍ پرېکړي لپاره مرکزي کمېسیون ته استول شوې دي.
جمهورخبري اژانس