عامې روغتیا وزارت:

د ولسوالیو په کچه ۳۱۸ روغتیايي مرکزونه جوړېږي

12 جدی 1403 ساعت 9:46

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په لرو پرتو سیمو کې یې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په موخه ۴۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.


د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې په لرو پرتو سیمو کې یې روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي په موخه ۴۰۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.

د یاد وزرات ویاند دغه راز ویلي، چې د هېواد په هغو سمیو کې چې روغتیایي مرکزونه په کې شتون نه‌لري، د ۶ میلیارد افغانیو په ارزښت د ولسوالیو په کچه ۳۱۸ نور روغتیايي مرکزونه هم جوړېږي.

دا په داسې کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 179037

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179037/

جمهور
  https://www.jomhornews.com