وردګو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

12 جدی 1403 ساعت 9:42

د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.


د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۲مه) وویل چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.

طالبانو ویلي، چې دغه پېښې د کابل – کندهار پر لویه لار د نرخ او سیداباد ولسوالیو په اړوندو سیمو کې شوې او د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 179036

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/179036/

جمهور
  https://www.jomhornews.com