د میدان وردګو ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د دوه ترافیکي پېښو له امله پنځه تنه وژل شوي دي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۲مه) وویل چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي.
طالبانو ویلي، چې دغه پېښې د کابل – کندهار پر لویه لار د نرخ او سیداباد ولسوالیو په اړوندو سیمو کې شوې او د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس