۰

د طالبانو اداري مرستیال د تخار ولایت له علماو او مخورو سره وکتل

چهارشنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۳۸
د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت له علماوو او مخورو سره په کتنه کې وویل چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل یې له لومړیتوبونو څخه دی.
د طالبانو اداري مرستیال د تخار ولایت له علماو او مخورو سره وکتل
 د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تخار ولایت له علماوو او مخورو سره په کتنه کې وویل چې هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل یې له لومړیتوبونو څخه دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالبانو نن چهارشنبه (د مرغومي ۱۲ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یو شمېر علماوو، مجتهدینو او محسنانو سره وکتل.

د تخار ولایت سیفید. ویناوالو وویل که په تخار کې کانونه استخراج او د کرنې او باغدارۍ په برخه کې مرسته وشي، نو ګڼو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي او له اسلامي امارت یې هم وغوښتل چې په دغه ولایت کې پوهنې، روغتیا، ترانسپورت او انکشافي چارو ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل، هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو وړاندې کول او د هغوی د ستونزو حل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.

طالبانو ویلي چې د طالبانو امارت به د شته امکاناتو په نظر کې نیولو سره د ستونزو د حل او ستاسو د غوښتنو د حل په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي