د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د زابل له مرستیال والي سره د کتنې پر مهال ویلي، چې په زابل کې به ډېر ژر ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د سرپرست وزیر په خبره، د دوی حکومت له راتګ سره په زابل کې ۳۳ سایټونه فعال شوي دي.
د زابل سیمه ییز چارواکي وايي، چې د نویو سایټونو په فعالېدو سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزې تر ډېره بریده حل شي.
جمهورخبري آژآنس