ډبلیو اېف پي: افغانستان کې د زعفرانو له کښته ملاتړ کوو

9 جدی 1403 ساعت 10:20

د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان کې د زعفرانو له کښت او پروسس څخه ملاتړ کوي.


د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، چې افغانستان کې د زعفرانو له کښت او پروسس څخه ملاتړ کوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دغه پروګرام زعفران د نړۍ د سور رنګي سره زرو په نوم یاد کړي دي.

په دغې لیکنه کې راغلي، چې دغه ملاتړ د کورنیو د تغذیه کولو او دوامداره فرصتونو رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت دی.

دمګړۍ د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې زعفران کرل کېږي او تر ټولو ډېر تولید یې په هرات ولایت کې کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان د زعفرانو د ټولنې مسوولینو ویلي و، چې یوازې په هرات ولایت کې شاوخوا ۵۰ زره ښځې د زعفرانو په کروندو کې په کار بوختې دي او له دې لارې خپل اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com