طالبانو د مرستندويه موسسو ځايي کارکوونکي نیسي

9 جدی 1403 ساعت 9:59

وروسته له هغه چې د طالبانو مشر په هیواد کې د مرستندویه موسسو د فعالیتونو د بندولو امر وکړ؛ د دې ډلې په استخباراتو کې کار کوونکي جنګيالي د مرستندويه ادارو ځايي کارکوونکي تعقيبوي او نیسي یې.


وروسته له هغه چې د طالبانو مشر په هیواد کې د مرستندویه موسسو د فعالیتونو د بندولو امر وکړ؛ د دې ډلې په استخباراتو کې کار کوونکي جنګيالي د مرستندويه ادارو ځايي کارکوونکي تعقيبوي او نیسي یې.

په کابل کې د مېشتو بنسټونو ځينو سرچينو جمهور خبري آژانس ته ويلي: له دوو اوونيو راهيسې طالبانو په پلازمېنه کې وضعيت ډېر کړی او د دغو بنسټونو يو شمېر کارکوونکي د طالبانو د استخباراتو له خوا ګواښل شوي او نيول شوي دي.

د دې سرچینې په وینا؛ تېره اوونۍ د طالبانو استخباراتو د کابل ښار د ۱۳مې ناحیې اړوند ۲۰ متره سیمه کې له مرورېدې ټلوالې څخه د محمد علي او نیکبخت په نوم د یوې ادارې دوه کارکوونکي نیولي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندې د کندهار، بامیان او دایکنډي سرچینو هم له جمهور خبري آژانس سره په خبرو کې پر مرستندویه بنسټونو د طالبانو د فشار د زیاتوالي خبره تایید کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې درې اونۍ وړاندې د طالبانو مشر د کندهار د کابینې په غونډه کې مرستندویه بنسټونه په جاسوسۍ تورن کړل او له دغو بنسټونو یې وغوښتل، چې خپل فعالیتونه ودروي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com