د طالبانو د سیاسي کمیسیون غړي وایي، دا ډله د افغانستان له خاورې او خلکو په مشروع ډول د دفاع حق لري.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ډلې نن د دغه ډلې د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سیاسي کمېسیون غونډه وکړه.
په دې کتنه کې طالبانو له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او سیمې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وکړې.
سیاسي کمیسیون ټینګار وکړ چې افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د خپلو خلکو او خاورې د ساتنې او د مشروع دفاع حق لري.
د طالبانو امارت په سیمه کې ثبات او نظم غواړي او د هغو کړنو مخه باید ونیول شي چې په سیمه کې تاوتریخوالی زیاتوي او ثبات له منځه وړي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د پاکستان پوځ په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مرکز بمباري وکړه.
وسله والو طالبانو دغه برید د افغانستان پر خاوره تېری بللی او ویلي یې دي چې بې ځوابه به پرې نه ږدي.
دغې ډلې تېره شپه د پاکستاني سرحدي ځواکونو پر څو پوستو ډزې کړې او د ۱۹ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا یې کړې ده.
جمهورخبري آژانس