۰

د کورنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته چاودنه؛ څلور تنه ټپيان شول

شنبی ۸ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۵
د طالبانو د ډلې ویاند د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته چاودنه؛ څلور تنه ټپيان شول
د طالبانو د ډلې ویاند د کابل ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند اعلان وکړ چې په کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ نن سې شنبه (دمرغومي ۸ مه) وویل، چې د کابل هوايي ډګر پر سړک د شیخ زاید روغتون ته څېرمه چاودنه شوې، چې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي وويل چې ټپيان روغتون ته وړل شوي او پلټنې روانې دي.

باید وویل شي، چې عیني شاهدانو د طالبانو تر کنټرول لاندې د کورنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته د یوې زورورې چاودنې خبر ورکړی.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي