عزیزي: قزاقستان سره به سوداګري تر درې میلیارده ډالرو لوړه کړو

8 جدی 1403 ساعت 10:16

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، د اسلامي امارت او قزاقستان ترمنځ د شویو هوکړو په عملي کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وایي، د اسلامي امارت او قزاقستان ترمنځ د شویو هوکړو په عملي کېدو سره به د دواړو هېوادونو سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه شي. 

د جمهور آژآنس د خبر له مخط‌نوموړي په خبره، د دواړو هېوادونو د پلاویو تر منځ په کتنو کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې دي.

عزیزي زیاتوي چې، له قزاقستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د لارې نقشې په لاسلیکولو هوکړه کړې، چې په عملي کېدو سره به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه درې میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ په لاندې برخو کې هوکړې شوې دي: 
۱. تر ۳ میلیارده ډالرو د سوداګرۍ کچې د زیاتولو لپاره د نقشې پر عملي کېدو ټینګار، ۲. د کچالو، پنبې، انارو، انځرو او نورو مېوو واردولو ته د قزاقستان چمتووالی، ۳. د دواړو هېوادونو د هوايي شرکتونو له لوري د کابل او الماتا ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل، ۴. د وسپنې پټلۍ له پروژې د قزاقستان ملاتړ او همکاري، ۵. په خارګوس بندر کې د افغاني توکو لپاره د سیمې ځانګړي کول، ۶. د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړیکو پراختیا
۷. د سوداګریزو شخړو د حل کمېټې جوړول.

 عزیزي و ویل: « د هغې هوکړې پر بنسټ چې، مخکې مو د قزاقستان له جمهوریت سره کړې وه، باید د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو، درې میلیارد ډالرو ته لوړه کړو،  ځکه الحمدالله افغانستان کاني او کرنیز توکي، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، وچه مېوه او غالۍ لري.»

نورالدین عزیزي د خپلو خبرو په دوام قزاقستان د افغاني محصولاتو د پلور لپاره ښه بازار یاد کړ او زیاته یې کړه چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره به پر قزاقستاني توکو ګمرکي تعرفې کمې کړي.

هغه په دې اړه و ویل: « افغانستان کې د خوراکي توکو تعرفه کمه ده او که بیا هم په کوم پروګرام کې یې اړتیا وي، موږ انشاالله همکار یو او تعرفه هم کموو، ټرانسپورټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کوو.»

دغه پروګرام کې د قزاقستان د سوداګرۍ او ادغام وزارت مرستیال، کایرات توربایف دا هوکړه لیکونه د دواړو هېوادونو په ګټه بللي او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

کایرات توربایف و ویل: « موږ له افغانستان، افغانانو او افغان شرکتونو سره همکارۍ ته ډېر ارزښت ورکوو. له همدې امله، اصلي موخه سوداګري ده، البته، د سوداګرۍ پر وزارت تمرکز. موږ په دې اونۍ کې د خصوصي سکټور په ګډون له بېلابېلو برخو د شاوخوا ۴۰ کسانو په ګډون یو لوی پلاوی راوستی. له همدې امله دلته څو برخې شته چې موږ غواړو همکاري وکړو، البته، لومړی د کانونو، مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، ټرانسپورټ او داسې نورې.»

باید و ویل شي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د روان لمریز کال د تلې په ۲۷مه د افغان – قزاق په دویم نندارتون کې د ګډون په موخه قزاقستان ته تللی و.

دغه نندارتون کې ۲۵۰ افغان سوداګرو هم په بېلابېلو سکټورونو کې د افغانستان محصولات او تولیدات د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي وو.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 178936

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178936/

جمهور
  https://www.jomhornews.com