د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې د دې ډلې جنګیالیو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ دوه اډې نیولي او ۱۹ عسکر یې وژلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې ته د ملي دفاع وزارت سرچینو نن شنبه (د مرغومي ۸ مه) اعلان وکړ، چې د دې ډلې د امارت ځواکونو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان د پوځ یو شمېر پوځي اډو ته اور ورته کړی دی.
طالبانو ادعا کړې، چې د دې ډلې سرحدي ځواکونو د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ دوه اډې نیولي دي.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت سرچینې وايي چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په جګړه کې تر اوسه ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
دغه سرچینه زیاتوي، پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د ملکي خلکو کورونه په نښه کړي چې له امله یې درې ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
باید وویل شي، چې پاکستاني پوځیانو تېره اوونۍ د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې پر څو کلیو بمباري وکړه، چې له امله یې د ګڼو ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
له هغه وروسته د طالبانو ډلې چارواکو دغه بریدونه د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه وبلله او پاکستان ته یې ګواښ وکړ چې د دغو بریدونو ځواب به ورکړي.
جمهورخبري آژآنس