د پاکستان له زندانونو لسګونه نور افغان کډوال خوشې شول

6 جدی 1403 ساعت 10:04

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانو څخه څخه ۴۴ افغانان ازاد او پرون هېواد ته راستانه شوي دي.


د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانو څخه څخه ۴۴ افغانان ازاد او پرون هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله له ۲ میاشتو څخه تر یو کال پورې بندیان وو، چې له راستنېدو سره سم د همکارو موسسو له لوري ور سره بشري مرستې شوې دي.

پرون هم د دغه هېواد له بندخونو ازاد شوي ۵۳ افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي وو.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178899

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178899/

جمهور
  https://www.jomhornews.com