۰

د پاکستان له زندانونو لسګونه نور افغان کډوال خوشې شول

پنجشنبه ۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۴
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانو څخه څخه ۴۴ افغانان ازاد او پرون هېواد ته راستانه شوي دي.
د پاکستان له زندانونو لسګونه نور افغان کډوال خوشې شول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانو څخه څخه ۴۴ افغانان ازاد او پرون هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله له ۲ میاشتو څخه تر یو کال پورې بندیان وو، چې له راستنېدو سره سم د همکارو موسسو له لوري ور سره بشري مرستې شوې دي.

پرون هم د دغه هېواد له بندخونو ازاد شوي ۵۳ افغان بندیان هېواد ته راستانه شوي وو.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي