بادغیس کې د اوبو رسولو یوه ستره شبکه جوړه شوې

6 جدی 1403 ساعت 10:03

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې په بادغیس ولایت کې د ۳۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې ده.


د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې په بادغیس ولایت کې د ۳۳۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شبکه جوړه شوې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه شبکه ١٢٠ متره اوږدوالی لري چې له قادس ولسوالۍ څخه قلعه نو ښار ته اوبه انتقالوي چې په اوږدو کې یې ۵۴۵۰ نلکې هم نښلول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې کار په ۱۳۹۶ لمریز کال کې په درېیو پړاوونو کې پیل شوی و، چې اوس یې دریم پړاو بشپړ او پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې سیمه ییزو چارواکو او ګډونوالو د دې پروژې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د بادغیس د خلکو لپاره یو ستر پرمختګ وباله چې د هغوی د ژوند کیفیت په ښه کولو کې به مهم رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com