۰

د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې ده

پنجشنبه ۶ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۱
د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټي ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.
د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د لنډې مودې لپاره بلخ ته راغلې ده
د بلخ ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د ازبکستان یوه روغتیايي ډله د بلخ ولایت حیرتان بندر ښارګوټي ته راغلې او د ۵ ورځو لپاره به د ناروغانو وړیا درملنه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینه وايي، دغه ډله د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوستۍ د لا ټینګښت په موخه راغلې او له ځان سره یې درمل، طبي تجهیزات، او خوراکي توکي هم راوړي دي

سرچینې زیاته کړې چې، د ازبکستان ۳۴ متخصص ډاکټران به د حیرتان په ښارګوټي کې د بېلابېلو ناروغیو درملنه وکړي.

د یادولو وړ ده، چې ازبکستان د طبي مرستو ترڅنګ د ۳۰ ټنه اوړه، ۱۰ ټنه وریجې، ۱۰ بورۍ بوره، ۳۵ زره لیتره غوړي، ۱۰ ټنه مکروني، او د ۲۰ قلمه غوښې مرسته هم کړې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي