د کندوز ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د روان کال په تېرو ۸ میاشتو کې د څه باندې ۷۰ ټولګټو پروژو د پلې کېدو خبر ورکړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره دغه پروژې د یو شمېر همکارو موسسو په مالي ملاتړ پلې شوې دي.
په دې پروژو ټولټال ۲۵۶ میلیونه ۶۲۱ زره افغانۍ لګښت راغلی، چې له ډلې څخه یې د ۵۰ پروژو چارې بشپړې شوې او پاتې نورې د بشپړېدو په حال کې دي.
مسوولینو ویلي، چې د دې پروژو موخه د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو برابرول او د ژوند ښه کېدل دي، چې په کې د سړکونو پخول، د پلچکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول، د څاګانو کيندل او د چکډېمونو رغول شامل دي.