د طالبانو د ډلې سفیر بلال کریمي او په چین کې د ازبکستان سفیر فرهود عریف د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په بیجینګ کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دی، د پنشنبې په ورځ (مرغومي ۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په چین کې د طالبانو د امارت سفیر مولوي بلال کریمي د دغه هېواد له سفیر فرهود اروزیف سره وکتل.
په دې کتنه کې د ازبکستان او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې وشوې.
فرهود عارف د دواړو هېوادونو د لومړي وزيرانو او وزيرانو په کچه د لوړ پوړو چارواکو سفر يو مهم ګام وباله او افغانستان يې د ازبکستان د ښه ګاونډي هېواد په توګه ياد کړ.
بلال کریمي د افغانستان د ټرانزیټ پروژې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ازبکستان په سورخان دریا ولایت کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار جوړول د دغې ډلې او ازبکستان لپاره یو مهم پرمختګ وباله.
جمهورخبري آژآنس