مولوي عبدالکبیر پاکستان ته:

بې اساسه تورونه د اړیکو د خرابیدو او تاوتریخوالي سبب کیږي

6 جدی 1403 ساعت 9:54

د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پاکستان ته ویلي، چې بې اساسه تورونه به د اړیکو د خرابیدو او تاوتریخوالي لامل شي.


د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پاکستان ته ویلي، چې بې اساسه تورونه به د اړیکو د خرابیدو او تاوتریخوالي لامل شي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې طالب ډلې په ارګ کې یوه بیانیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل پوهنتون د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وینا وکړه.

مولوي عبدالکبیر پاکستان ته ویلي، چې د طالبانو امارت په خپله خاوره کې وسله والو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او پر افغانستان ناسم تورونه نه یوازې بې ګټې دي، بلکې د اړیکو د خرابېدو او تاوتریخوالي لامل کېږي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو امارت د افغانانو له دفاع څخه دریغ نه کوي او افغان حکومت د هیڅ لوري امر نه مني.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com