په فاریاب کې اورلګېدنې ستر مالي زیانونه اړولي دي

6 جدی 1403 ساعت 9:51

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې د اور لګېدنې له امله هټيوالو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.


د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اعلان وکړ چې په دغه ولايت کې د اور لګېدنې له امله هټيوالو ته زيات مالي زيانونه اوښتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د فاریاب ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس شمس الدین محمدي نن پنشنبه ( د مرغومي ۶ مه) وویل، چې د چهارشنبې په شپه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د سراچان په بازار کې اور لګېدلی دی.

د محمدي په وينا، په دې پېښه کې اووه دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.

وسله والو طالبانو د دغې اورلګېدنې د علت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده، چې په دې پېښه کې شاوخوا اته ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى دى.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178892

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178892/

جمهور
  https://www.jomhornews.com