TTP: د پاکستان پوځ ملکي وګړي په نښه کړي/موږ په افغانستان کې پوځي اډه نه لرو

5 جدی 1403 ساعت 16:53

پاکستاني طالبان وايي، د پاکستان پوځ پوهېږي چې موږ د افغانستان په خاوره کې پوځي اډه نه لرو، خو د پاکستان په خاوره کې حضور لرو.


پاکستاني طالبان وايي، د پاکستان پوځ پوهېږي چې موږ د افغانستان په خاوره کې پوځي اډه نه لرو، خو د پاکستان په خاوره کې حضور لرو.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د حافظ ګل بهادر ډلې چې په پاکستاني طالبانو پورې تړلې ده، نن چهارشنبه (د مرغومي ۵ مه) وویل چې د پاکستان پوځ تېره شپه په پکتیکا ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د وزیرستان کډوال او ولسي وګړي په نښه کړل.

په دغو بریدونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پاکستاني طالبانو ویلي چې دوی په افغانستان کې اډې نه لري، موږ په پاکستان کې حضور لرو او د پاکستان پوځ هم پرې خبر دی.

د پاکستان پوځ تېره شپه د پکتیکا ولایت پر څو سیمو بمبار کړی او د طالبانو له خوا د خپرو شویو تازه شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې ۴۶ کسان وژل شوی او ۶ نور ټپیان شوی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دی.

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريد په غبرګون کې د طالبانو ډلې د دفاع وزارت ويلي چې دغه ډله به د پاکستان هوايي بريدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178886

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com