طالبان:د افغانستان روغتیايي سیستم د ښځینه ډاکټرانو کمښت نه لري

5 جدی 1403 ساعت 16:50

د طالبانو د ډلې د عامې روغتیا وزارت مرستیال په یوه ادعا کې وايي چې د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سیستم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت نه لري.


 د طالبانو د ډلې د عامې روغتیا وزارت مرستیال په یوه ادعا کې وايي چې د دې ډلې تر واک لاندې د افغانستان روغتیايي سیستم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت نه لري.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت لپاره د طالبانو ډلې د پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې ادعا وکړه چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ نه دی.

دی وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۰ زره قابلې شته چې د هېواد له روغتیايي سیستم څخه بې برخې دي.

هغه زیاته کړه چې طالبان به له دغو قابلو څخه په روغتیايي سیستم کې کار واخلي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې طالبانو په دې وروستیو کې د نجونو پر مخ د روغتیايي زده کړو د موسسو دروازې تړلې دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې افغانستان د ښځینه روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ دی.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178885

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178885/

جمهور
  https://www.jomhornews.com