۰

په پکتیکا ولایت کې د پاکستان په هوايي برید کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي

چهارشنبه ۵ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۶
طالب ډلې اعلان وکړ چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي برید په پایله کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پکتیکا ولایت کې د پاکستان په هوايي برید کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي
طالب ډلې اعلان وکړ چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي برید په پایله کې ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وسله والو طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن چهارشنبې (د مرغومي ۵ مه) وویل، چې پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په څلورو سیمو بمبار کړی دی.

 طالبان وايي چې په دغو بريدونو کې ٤٦ تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي چې زياتره يې ښځې او ماشومان دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر روزنيز مرکز بريد کړى، چې په پايله کې يې د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان وژل شوي دي.

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريد په غبرګون کې د طالبانو ډلې د دفاع وزارت ويلي چې دغه ډله به د پاکستان هوايي بريدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.

طالبانو ویلي چې دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو او ښکاره تیري خلاف عمل بولي او په کلکه یې غندي.

د طالبانو ډله وايي، پاکستاني لوري باید په دې پوه شي چې دا ډول خپلسري کړنې د کومې ستونزې د حل لاره نه ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي