په پاکستان کې د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي چې د پاکستان دغه اقدام د ټولو اصولو خلاف دی وروسته له هغه چې د دغه هېواد پوځ پر افغانستان یرغل وکړ او یو شمېر هېوادوال یې ووژل.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې عبدالسلام ضعیف په خپله رسمي پاڼه ایکس کې لیکلي: پر افغانستان د پاکستان هوايي برید یو وحشیانه عمل او د ټولو اصولو خلاف کار دی.
هغه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې په اسلام اباد کې د دې ډلې سفیر و، وايي چې د پاکستان پوځي دیکتاتور حکومت غواړي په خپل هېواد کې د سیاسي، امنیتي او اقتصادي بې ثباتۍ او پر دوی د خلکو د بې باورۍ مخه ونیسي.
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر روزنيز مرکز بريد کړى، چې په پايله کې يې د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريد په غبرګون کې د طالبانو ډلې د دفاع وزارت ويلي چې دغه ډله به د پاکستان هوايي بريدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.
طالبانو ویلي چې دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو او ښکاره تیري خلاف عمل بولي او په کلکه یې غندي.
د طالبانو ډله وايي، پاکستاني لوري باید په دې پوه شي چې دا ډول خپلسري کړنې د کومې ستونزې د حل لاره نه ده.
جمهورخبري آژآنس