پنجشېر کې د طالب ملېشو شمېر د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د دوی له شمېر څو چنده زيات دی
د پخواني حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې وايي چې په پنجشیر کې د طالب ملیشو شمېر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دوی د شمېر په پرتله څو برابره زیات دی.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې د تېر حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په پکتیکا ولایت کې، چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پروت دی، د طالب ملېشو شمېر له دوه زرو څخه کم دی، خو په پنجشیر ولایت کې چې له پاکستان څخه په څو سوه کیلومترۍ کې پروت دی او د ډیورنډ کرښه لرې ده، د وسله والو طالبانو شمېر شل زره تنه دی.
ده زياته کړه: په خوست ولايت کې چې له سرحدي سيمو څخه شميرل کيږي د وسله والو طالبانو شمير درې زره تنه دى او د اندراب په دريو ولسواليو کې د طالبانو د مليشو شمير اووه زره تنه دى.
امرالله صالح وويل: د دې لپاره چې افغان ملت د خپل ناموس، شرم، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت د ساتنې په موخه له عصري علومو او ټکنالوژۍ څخه برخمن شي، امر شوى چې ښوونځي دې يوازې تر شپږم ټولګي پورې وي. ټول خصوصي پوهنتونونه ړنګ شول. په ملک کې د دوه زره نه زیات سکولونه جوړ کړی شوي چې ځوان نسل د قدوري په تعلیماتو تکیه کولو سره د سایبر جنګ او انفارمیشن ټیکنالوجۍ په برخه کې پاکستان ته غالب شي.
د امرالله صالح په وينا، کله چې د سرکاف د قوماندانانو مور، خور، مېرمن او لور ناروغه شي، د فيض حميد او صادق خان سره په واټساپ اړيکه کې شي، د تورخم او غلام خان دروازه به د هغوى لپاره ځانګړې کېږي او هغوى ته به د تګ راتګ اجازه ورکوي. د پیښور په خیبر میډیکل او یا په اسلام آباد کې شفا میډیکل کې درملنه کیږي.
د يادونې وړ ده، چې تېره شپه پاکستاني الوتکو د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر روزنيز مرکز بريد کړى، چې په پايله کې يې د طالبانو ګڼ شمېر قوماندانان وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې تر هوايي بريد وروسته د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۱۵ تنو جسدونه له خټو را ايستل شوي او يو کلي په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.
جمهورخبري آژانس