عبدالکبیر: په اسلام او طالبانو معامله ناشونې ده

5 جدی 1403 ساعت 9:43

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د اسلام او د دغې ډلې د امارت پر سر معامله ناممکنه ده.


د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، د اسلام او د دغې ډلې د امارت پر سر معامله ناممکنه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې  ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د دوشي ولسوالۍ د رزاقیه لېسې د فارغانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

نسموړي وايي، د اشغال پر مهال د دې ډلې غړو له مرګ او زندان پرته بله چاره نه درلوده، خو د خلکو د سرښندنو په پایله کې اسلامي نظام حاکم شو او د تېرو او وروستیو شهیدانو ارمانونه یې پوره شول.

د طالبانو سیاسي مرستیال د پخواني شوروي د دورې جنګیالي د اسلامي امارت لوی وروڼه وبلل او ویې ویل: اسلامي امارت د جهاد ارزښتونه ساتلي او د ژوند په اوږدو کې به پر خپلو اصولو ولاړ وي د اسلام او اسلامي امارت پر سر معامله ناشونې دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178865

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178865/

جمهور
  https://www.jomhornews.com