طالبان: د پاکستان هوايي بریدونو ته به ځواب ووایو

5 جدی 1403 ساعت 9:40

د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريد په غبرګون کې د طالبانو ډلې د دفاع وزارت ويلي چې دغه ډله به د پاکستان هوايي بريدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.


د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان د هوايي بريد په غبرګون کې د طالبانو ډلې د دفاع وزارت ويلي چې دغه ډله به د پاکستان هوايي بريدونه بې ځوابه پرې نه ږدي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه هېواد د ملي دفاع وزارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، نن چهارشنبه (د مرغومي ۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پرون ماښام د برمل په ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو له خوا بمباري شوې ده.

د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ او دغه بمبار کې ملکي وګړي چې زياتره يې د وزيرستان کډوال دي، په نښه شوي او يو شمېر ماشومان او نور ملکي وګړي شهيدان او ټپيان شوي دي.

طالبانو ویلي چې دا وحشیانه عمل د ټولو نړیوالو اصولو او ښکاره تیري خلاف عمل بولي او په کلکه یې غندي.

طالبانو زیاته کړې چې پاکستاني لوري باید پوه شي چې دا ډول خپلسري کړنې د کومې ستونزې د حل لاره نه ده.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې دغه بزدلانه عمل به بې ځوابه پرې نه ږدي، خو د خپلې خاورې او هویت دفاع یې د نه منلو وړ حق ګڼي.

د پاکستاني پوځ له لوري دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان کابل ته راغی او له طالب چارواکو سره یې د همکارۍ او سیمه ییزې سولې په اړه خبرې وکړې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178864

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178864/

جمهور
  https://www.jomhornews.com