پکتیکا کې د پاکستان د پوځ په بمبارۍ کې د یو شمېر ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ تنه ووژل شول

5 جدی 1403 ساعت 9:38

خبري سرچینې وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر روزنیز مرکز برید کړی او په پایله کې یې د طالبانو ګڼ شمېر قومندانان وژل شوي دي.


خبري سرچینې وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني طالبانو پر روزنیز مرکز برید کړی او په پایله کې یې د طالبانو ګڼ شمېر قومندانان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ جسدونه له خټو څخه را ایستل شوي او یو کلی هم په بشپړه توګه ویجاړ شوی دی.

د راپورونو له مخې د برمل ولسوالۍ په اوو کلیو د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه شوي. سرچينې زياته کړې، چې په لمان کلي کې د يوې کورنۍ پنځه غړي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي دي.

د طالبانو ډلې د ملي دفاع وزارت د پکتیا پر برمل ولسوالۍ د پاکستاني جنګیالیو د شپنیو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دا "وحشیانه" بریدونه به بې ځوابه پرې نه ږدي.

دغه وزارت ټینګار کړی چې د پاکستاني جنګیالیو بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف دي او د افغانستان له خاورې ښکاره سرغړونه ده.

په همدې حال کې خلیلزاد د دغه برید په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: "که دا رښتیا وي، په دې کې شک نشته چې طالبان به غبرګون وښيي او پاکستان به په نښه کړي."

دغه راز هغه له دواړو غاړو وغوښتل چې د يو بل مخالفين ته اجازه ور نه کړي.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178863

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178863/

جمهور
  https://www.jomhornews.com