کندوز کې د کبانو ۴۰۰ فارمونو ۱۵۰۰ ټنه غوښه تولید کړې ده

4 جدی 1403 ساعت 9:33

د کندوز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په روان هجري لمریز کال کې په دغه ولایت کې د کبانو له ۴۰۰ فارمونو څخه ۱۵۰۰ ټنه د کب غوښه تولید شوې ده.


د کندوز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې په روان هجري لمریز کال کې په دغه ولایت کې د کبانو له ۴۰۰ فارمونو څخه ۱۵۰۰ ټنه د کب غوښه تولید شوې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د دغه رياست د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې د کبانو د فارمونو جوړولو او د کب د غوښې د کارونې کچه ډېره شوې ده.

په دغه ولایت کې یو شمېر کب پلورونکي وايي، د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره د دوی د پېرېدونکو شمېر ډېرېږي او ښه عاید ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ګڼ شمېر خلکو د کبانو فارمونو جوړولو ته مخه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178831

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178831/

جمهور
  https://www.jomhornews.com