سعودي عربستان په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه بیا پیل کړل

3 جدی 1403 ساعت 9:16

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه بیا پیل کړي دي.


په کابل کې د سعودي عربستان سفارت اعلان وکړ چې په کابل کې یې خپل ډیپلوماټیک فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د سعودي عربستان سفارت چارواکو تېره شپه (د مرغومي ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورورګلوۍ اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د سعودي عربستان له ژمنې سره سم شوې ده.

باید وویل شي، چې د سعودي سفارت فعالیتونه تېر کال د دغه سفارت پر وړاندې د امنیتي ګواښونو له امله ودرول شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178793

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178793/

جمهور
  https://www.jomhornews.com