تېره یوه میاشت کې څه باندې ۳ زره ۸۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

2 جدی 1403 ساعت 10:27

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو درې زرو ۸۴۵ کورنۍ اېستل شوي دي


د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو درې زرو ۸۴۵ کورنۍ اېستل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت ویاند وايي، د دغو کورنیو له ډلې، ۱۴ یې له ترکیې، ۱۰۱۷ کورنۍ له پاکستانه، او پاتې نورې کورنۍ له ایرانه ایستل شوې دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني و ویل: « په تېره یوه میاشت کې له ګاونډیو هېوادونو ۳ زره ۸۴۵ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي دي، چې له جملې یې ۱۴ کورنۍ له ترکیې، ۱۰۱۷ کورنۍ له پاکستانه او پاتې نورې یې له ایرانه راستنې شوي دي. له دغو راستنو شویو کورنیو سره د هېواد په فرضي او سرحدي دروازو کې بېړنۍ مرستې هم شوي دي او له خوراکي او غیر خوراکي مرستو وروسته تر خپلو سیمو هم رسول شوې دي.»

بل‌خوا، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې په روان کال کې په سلګونو زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې په جبري ډول اېستل شوي دي. 

د دې ادارې په وینا، ایران پلان لري چې د راتلونکي کال د مارچ میاشتې تر پایه دوه میلیونه بې اسنادو بهرني وګړي له خپلې خاورې وباسي. 

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 178777

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178777/

جمهور
  https://www.jomhornews.com