۰

پرلتوال: نور د پاکستاني چارواکو په دوه مخي سیاست نه تېر وځو

یکشنبه ۲ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۲۲
د چمن پرلتوالو ګواښ کړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي؛ نو د چمن – سپین بولدک له لارې به د منځنۍ اسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ مخه ونیسي.
د چمن پرلتوالو ګواښ کړی، چې که غوښتنې یې ونه منل شي؛ نو د چمن – سپین بولدک له لارې به د منځنۍ اسیا سره د پاکستان د سوداګرۍ مخه ونیسي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دوی وايي، نور د پاکستاني چارواکو په تېر ایستنې او “دوه مخي” سیاست نه تېر وځي. دا په داسې حال کې ده، چې د چمن – سپين بولدک پر دروازه د پاسپورټ او ویزې جبري کېدو په غبرګون کې د چمن سلګونه اوسېدونکو له تېر یو نیم کال راهیسې پرلت پیل کړی دی.

دوی وایي، نور به د هغو کسانو مخه هم ونيسي چې له دغه پرلته سياسي ګټه پورته کوي. پاکستان چارواکو بیا د پرلتوالو د دې ګواښ په اړه څه نه دي ويلي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي