طالبانو د تخار د سمتي کان یوه چینايي -افغان شرکت ته وسپارل

1 جدی 1403 ساعت 17:04

د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان وکړ چې دغې ډلې د تخار د سیمټو کان یوه چینایي افغاني شرکت ته سپارلی دی.


د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند اعلان وکړ چې دغې ډلې د تخار د سیمټو کان یوه چینایي افغاني شرکت ته سپارلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن  شنبه  وویل، چې د تخار ولایت د سمتي د سرو زرو کان د ۳۵۰ میلیونو ډالرو په پانګونې سره نیول شوی دی.

د هېواد یو له سترو کانونو څخه دی، چې تېر کال یوه چینایي شرکت او افغان شریکانو ته د پنځو کلونو لپاره په واک کې ورکړل شو.

نوموړي وويل چې اوس په دغه کان کې د کيندلو عمليات روان دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178758

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178758/

جمهور
  https://www.jomhornews.com