احمد ضیا سراج:

د جمهوریت پر مهال مو د طالبانو د ډلې ښځې نه نیولې

1 جدی 1403 ساعت 16:59

د جمهوري ریاست د ملي امنیت رئیس وايي چې موږ د جمهوري ریاست په دوره کې د طالبانو د ډلې میرمنې نه دي نیولي.


د جمهوري ریاست د ملي امنیت رئیس وايي چې موږ د جمهوري ریاست په دوره کې د طالبانو د ډلې میرمنې نه دي نیولي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د جمهوري ریاست د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج په خپله یوه پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو ډله له کوم څرګند یا شخصي جرم پرته ښځې بندیانې کوي او په دې توګه ملت ته د هغوی اصلي څېره په ډاګه کوي.

سراج لیکلي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور یوه مېرمن د جمهوري ریاست پر مهال په کابل کې پېژندل شوې وه، خو افغاني ارزښتونو او دودونو ته د درناوي له امله د خپل مېړه په جرم نه ده نیول شوې.

سراج وايي چې حتی افغاني وجدان او ارزښتونه هم طالبان د ښځو له نیولو نه منع کوي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تېره اونۍ د ولسمشرۍ د ګارد (پي پي ايس) د يوه پخواني غړي مېرمن له دې امله نيولې وه، چې د مېړه يې ځان وژنه کړې وه.

جمهورخبري آژآنس


د مطلب کود: 178756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com