د بې پولې خبریالانو یا RSF سازمامان په یوه راپور کړې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له پیلېدو راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړل شوې دي.
د جمهور آژآنس د خبرله مخې دغه سازمان د رسنیو پر تړل کېدو اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې هغه خبریالان دې ژر تر ژره خوشې کړای شي، چې د دغه سازمان په وینا، په بند کې دي.
د بې پولې خبریالانو د سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي: «په ۲۰۲۴ کال کې طالبانو لږ تر لږه ۱۲ دولتي او خصوصي رسنۍ تړلې دي. د آرزو ټلویزیون وروستی مرکز و چې وتړل شو.
د دې رسنۍ اووه کارکوونکي دا مهال په کابل کې بندیان دي. دغه سازمان دا د نه منلو وړ بندیزونه غندي او له چارواکو غواړي چې دغه خبریالان ژر ترژره خوشې کړي.»
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بې پولې خبریالانو د سازمان راپور ردوي او زیاتوي چې یوازې دوه یا درې هغه رسنۍ تړل شوې دي چې په بېلابېلو ګوندونو پورې اړوند وې.
مجاهد وايي: د رسنیو بندول پر ځای کار نه دی خو کومې رسنۍ چې بندې شوې دي هغه حزبي وې. نو د حزبي فعالیتونو له امله تړل شوې دي او د قانون مطابق باید تړل شوې وای. نورې رسنۍ نه دې تړل شوي خو که اقتصادي ملحوظات یې درلودل.
جمهورخبري آژآنس