تېرو دوو میاشتو کې کابل کې د ګاز نیونې له امله ۱۴ تنه مړه شوي

1 جدی 1403 ساعت 9:09

د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په پلازمېنه کې ۱۴ کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په پلازمېنه کې ۱۴ کسانو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ګازو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي دغه کسان د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

بلخوا، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي چې د لرګیو د لوړې بیې او د برېښنا د نشتوالي له امله د خپلو کورونو د تودولو لپاره ډېری وخت له ګازي بخاریو کار اخلي چې دا مسأله د یو شمېر کسانو د مړینې لامل کیږي.

د ژمي په رارسېدو سره د کابل ډېری اوسېدونکي په تېره بیا هغه خلک چې په اپارتمانونو کې ژوند کوي، د خپلو کورونو د تودولو لپاره د برېښنا په نشتوالي کې تر ډېره له ګازي بخاریو کار اخلي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178740

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178740/

جمهور
  https://www.jomhornews.com