۰

له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې شوي

شنبی ۱ جدی ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۵
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې کړې دي.
له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې شوي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې محمد صادق پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، په اسلام اباد کې یې د (UNHCR) له استازې فلیپا کنډلر سره، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.

په دغه کتنه کې د شویو بحثونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا کتنه داسې وخت کېږي چې له پاکستان څخه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي