غزني کې دوه ترافيکي پېښې لږ تر لږه ۴۶ تنه وژل شوي او ۸۰ تنه ټپیان دي

29 قوس 1403 ساعت 11:09

وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې په غزني ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۴۶ تنه مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.


وسله والو طالبانو اعلان کړی، چې په غزني ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۴۶ تنه مړه او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت د عامې روغتیا رییس نن پنشنبې (د لیندۍ ۲۹مه) وویل، چې په دغه ولایت کې تېره شپه د دوو ترافیکي پېښو په پایله کې ۴۶ تنه وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

طالبانو ویلي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طالبان وايي، لومړۍ پېښه د غزني په مرکز کې د کابل-کندهار پر لویه لار د یوه ټانکر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله او دویمه پېښه د ناني په سیمه کې د یو مسافر وړونکی موټر د ټیلر سره د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو ډله د ترافيکو د نه کنټرول له امله هر کال په افغانستان کې د ترافيکي پېښو له امله زرګونه کسان مري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178705

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178705/

جمهور
  https://www.jomhornews.com