سویډن د افغانستان د تېر حکومت له سفیره د دندې پایته رسولو غوښتنه کړې

28 قوس 1403 ساعت 6:17

د سویډن بهرنیو چارو وزارت سټاکهولم کې د افغانستان د تېر حکومت له سفیره غوښتي چې دغه هېواد کې خپل کار پایته ورسوي.


د سویډن بهرنیو چارو وزارت سټاکهولم کې د افغانستان د تېر حکومت له سفیره غوښتي چې دغه هېواد کې خپل کار پایته ورسوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عباس نویان له رسنیو سره خبرو کې ویلي، د کوربه هیواد د غوښتنې سره سم به یې د روانې زېږیزې میاشتې په پای کې ماموریت پایته ورسیږي او زیاته کړې یې ده چې، د سفارت شتمنۍ به د سویډن بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شي. 

طالبانو تر دې مهاله د سویډن د حکومت د دغې پرېکړې په تړاو څه نه دي ویلي. 

اروپا کې د مخکیني حکومت د سفارتونو د فعالیتونو د درېدو مسله د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري د هغوی د فعالیتونو له بې اعتباره اعلانېدو وروسته رامنځته شوه.

د بهرنیو چارو وزارت د زمري پر نهمه د ځینو سفارتونو او کونسلګریو فعالیتونه له کابل سره د نه همغږۍ له امله بې‌اعتباره اعلان کړل.

تر هغې وروسته، ناروې، جرمني او بریټانیا د مخکیني حکومت د سیاسي استازولیو د فعالیتونو د درېدو غوښتنه وکړه، خو چارې یې تر دې مهاله اسلامي امارت ته نه دي سپارل شوي. 

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178678

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178678/

جمهور
  https://www.jomhornews.com