خواجه اصف: د افغانستان او پاکستان اړیکې به ډېر ژر عادي حالت ته را وګرځي

28 قوس 1403 ساعت 6:14

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدو ته هیله مندي ښودلې او ویلي دي چې، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت را وګرځي.


د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان او پاکستان د اړیکو ښه کیدو ته هیله مندي ښودلې او ویلي دي چې، ډېر ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې عادي حالت را وګرځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خواجه محمد اصف له پاکستاني رسنیو سره خبرو کې زیاته کړې چې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره له هغو هېوادونو سره کار کوي چې له پاکستان او افغانستان سره پیاوړې اړیکې لري.

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه محمد اصف ویلي: « موږ له هغو هېوادونو سره کار کوو چې، له پاکستان او افغانستان سره پیاوړې اړیکې لري، څو د اړیکو له عادي کولو په برخه کې مرسته وکړي. باور لرم چې د ترینګلتیاو کچه به راکمه شي او ژر به د دواړو هېوادونو وضعیت عادي شي.»

د پاکستان دفاع وزیر دغه راز ټي ټي پي د افغانستان او پاکستاني تر منځ اړیکو کې یوازينۍ خنډ بللی او ویلي یې دي چې، دغه مسله یې، له افغان حکومت سره شریکه کړې ده.
  
تر دې وړاندې هم د پاکستان ځینو سیاسي او پوځي چارواکو ادعا کړې وه، چې ټي ټي پي د افغانستان له خاورې د پاکستان ضد فعالیتونه ترسره کوي، هغه ادعا چې د افغانستان سرپرست حکومت بې بنسټه بللې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 178677

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178677/

جمهور
  https://www.jomhornews.com