کندهار کې ۳۵ شنې خونې جوړیږي

28 قوس 1403 ساعت 6:10

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د دغه ولایت په ښکته ميوند، لوړ ميوند، ژېړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایي بودجې له لارې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په لګښت ۳۵ شنې خونې جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست مسوولین وايي، هره شنه خونه به ۲۰ متره اوږدوالی، ۶ متره پراخوالی او د ۱۲۰۰ لېټره اوبو د زېرمه کولو سیستم ولري.

جمهورخبري آژانس
 
د مطلب کود: 178676

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178676/

جمهور
  https://www.jomhornews.com