۰

خوست کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چهارشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۳ ساعت ۰۶:۰۸
د خوست ولایت په اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ٥ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
خوست کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د خوست ولایت په اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله ٥ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د خوست ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند رسنیو ته ويلي، چې د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه بازار کې د یو هینو او ټوډي ډوله موټرو ترمنځ ټکر شوی، چې په پایله کې یې یو کس مړ شوی او د دوو مېرمنو په ګډون په کې ٤ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

دغه راز د یادې سیمې خلک له موټر چلوونکو غوښتنه کوي، چې د موټر چلولو پرمهال دې ترافیکي اصول رعایت کړي ترڅو د دې ډول ناورینونو مخنیوی وشي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي