نورستان کې د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

28 قوس 1403 ساعت 6:06

د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د دوآب او منډول ولسوالیو ترمنځ د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي.


د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د دوآب او منډول ولسوالیو ترمنځ د ۶۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د نورستان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې یاد سړک ۶ متره پلنوالی لري او د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بيا رغول کېږي، چې کارونه به یې په ۶ میاشتو کې بشپړ شي.

د سیمې اوسېدونکي د دې سړک د بیارغونې له پيلېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې له دې وړاندې د سړک تنګوالی د تګ راتګ په برخه کې د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې وې.

د دوی په خبره، د سړک په بیارغېدو سره به د سیمې خلکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 178674

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178674/

جمهور
  https://www.jomhornews.com