برېښنا شرکت له ازبکستان سره د وارداتي برېښنا تړون غځولی

28 قوس 1403 ساعت 6:04

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له ازبکستان څخه هېواد ته د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه غځول شوی دی.


د طالبانو تر واک لاندې افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې له ازبکستان څخه هېواد ته د وارداتي برېښنا تړون د ۲۰۲۵ کال تر پایه غځول شوی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د برېښنا شرکت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا تړون د دغه شرکت اجرايي رییس او د ازبکستان برېښنا شرکت د مشرتابه ترمنځ لاسلیک شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې تړاو جوړې شوې غونډې کې د بهرنیو چارو او ماليې وزارتونو استازو هم برخه لرله.

د یادونې ده چې افغان پلاوي د روانې اوونۍ پر دوشنبې ازبکستان ته سفر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي بیا د برېښنا له پرلپسې پرچاوۍ سر ټکوي او وايي چې له دې اړخه له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

دیادولو وړ ده، چې افغانستان خپله د اړتیا وړ ډېره برېښنا له ازبکستان، ایران او ترکمنستان څخه واردوي.

جمهورخبري آژآنس

 


د مطلب کود: 178673

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/178673/

جمهور
  https://www.jomhornews.com